ولادمیر پوتین د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د روسیې مسلمانانو ته مبارکي ویلې او د دې هېواد په ټولنیز او کلتوري ژوند کې یې د اسلامي سازمانونو پر رول ټینګار کړی دی.
هغه په خپل پیغام کې ویلي چې مسلمانان د دیني دودونو او ارزښتونو په پیروۍ سره لوی اختر په پراخه کچه لمانځي؛ هغه اختر چې د ده په وینا، مؤمنان نېکۍ، عدالت، مهربانۍ او پرهېزګارۍ ته رابولي.
پوتین همدارنګه ویلي چې په روسیه کې اسلامي سازمانونه په فعاله توګه په ټولنیزو او کلتوري برخو کې حضور لري او د کورنیو ارزښتونو د پیاوړتیا، د ځوان نسل د وطنپالنې په روحیه د روزنې، او د ښوونیزو او خیریه پروګرامونو په پلي کولو کې مهم رول ادا کوي.
د روسیې ولسمشر په دوام کې د دغو بنسټونو له هغو فعالیتونو هم ستاینه کړې چې د هېواد د دفاعي ځواکونو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي، او دا یې د درناوي او مننې وړ بللي دی.
لیکواله:سلیمه آریايي








