د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، محمودشاه حبیبي د طالبانو لهخوا نه دی نیول شوی او د هغه د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.
مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت له تازه ټینګار وروسته ویلي، که حبیبي له طالبانو سره وای، د هغه د ورکېدو موضوع به تر دې وړاندې حل شوې وای.
نوموړي ویلي: «موږ د محمودشاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نهلرو. هغه د طالبانو لهخوا نهدی نیول شوی. که له موږ سره وای، دغه ستونزه به له وړاندې حل شوې وه.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت ویلي، د حبیبي له ورکېدو څلور کاله تېر شوي، خو واشنګټن لا هم د هغه د موندلو، ژغورلو او بېرته کور ته د ستنولو لپاره ژمن دی.
امریکايي لوري د حبیبي د ځای موندلو او بېرته ستنولو په اړه د معلوماتو لپاره تر پنځه میلیونه ډالرو پورې انعام هم ټاکلی دی.
طالبانو له دې وړاندې هم په وار، وار هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکي محمودشاه حبیبي یې نیولی او ټینګار یې کړی چې نوموړی له دوی سره په بند کې نه دی.
بلخوا، د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې یا اېف بي آی د حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي چې نوموړی د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه په کابل کې له خپل موټر څخه اېستل شوی و.
د اېف بي آی په وینا، د طالبانو د استخبارات عمومي ریاست حبیبي د هغه له موټرچلوونکي او د کابل مېشتې مخابراتي کمپنۍ «اسیا مشورتي ډلې» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای نیولی و.
تر اوسه د محمودشاه حبیبي د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او د هغه د ورکېدو مسوولیت هم کومې ادارې په رسمي ډول نه دی منلی.
لیکوال:سعید سمیر








