TOOSnews
اعلان
بېكدلي: ايران د افغانستان په ټولو اقتصادي پروګرامونو كې فعاله ونډه لري.
اقتصاديټوس نیوز

بېكدلي: ايران د افغانستان په ټولو اقتصادي پروګرامونو كې فعاله ونډه لري.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي وايي، هېواد یې د افغانستان په ټولو اقتصادي پروګرامونو کې فعاله ونډه لري.

بېکدلي دا څرګندونې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په لومړي نړیوال نندارتون کې د ګډون پر مهال کړې دي. نوموړي وویل، په دغه نندارتون کې د ایران ۵۰ شرکتونو ګډون کړی او بېلابېل کرنیز محصولات او توکي یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه پنځه‌ورځنی نندارتون د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، په کابل کې پرانیستل شو.

د یاد وزارت په وینا، د نندارتون موخه د افغان بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د فعالانو ترمنځ د تجربو، مسلکي نوښتونو او معلوماتو شریکول دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.