TOOSnews
اعلان
احمد مسعود: د طالبانو مخالفان د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
افغانستانټوس نیوز

احمد مسعود: د طالبانو مخالفان د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

احمد مسعود: که په طالبانو کې د سولې غوښتونکي کسان شته، باید نوښت په عمل کې ثابت کړي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود، په طالبانو کې د دوو «سوله‌غوښتونکو» او «جګړه‌غوښتونکو» جریانونو د شتون په اړه «اوازو» ته په اشاره ویلي، که په دې ډله کې رښتیا هم سوله‌غوښتونکی جریان شتون ولري، باید نوښت په خپل لاس کې واخلي او د طالبانو د تګلارې د بدلون لپاره اقدام وکړي.

ښاغلي مسعود وویل، د افغانستان د مشرانو، له احمدشاه مسعود څخه تر برهان‌الدین رباني پورې، لومړنی پیغام «د جګړې نه، بلکې د سولې پیغام» و. هغه زیاته کړه چې له دې سره سره، داسې ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو په جوړښت کې کنټرول، نوښت او د پالیسۍ جوړولو واک د هغو جریانونو په لاس کې دی چې جګړه‌غوښتونکی چلند لري.

د مقاومت ملي جبهې مشر وویل، تر اوسه یې د طالبانو کوم مشخص سوله‌غوښتونکی جریان نه دی لیدلی او د داسې یوې ډلې پر شتون شک لري. خو هغه زیاته کړه، که رښتیا هم داسې جریان شتون ولري، باید د افغانستان د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي او خپل مشروعیت له دننه افغانستان څخه ترلاسه کړي.

احمد مسعود ټینګار وکړ چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل نه ګڼي او دا دریځ یې څو ځله مطرح کړی دی. د هغه په وینا، د افغانستان د کړکېچ حل د خبرو اترو لپاره د زمینه برابرولو او د داسې یوه مشروع سیاسي نظام د رامنځته کولو اړتیا لري چې د خلکو له خوا ومنل شي.

هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو مخالفو جریانونو د افغانستان د راتلونکي په اړه تفاهم ته رسېدلي او هڅه کوي چې د هېواد د سیاسي راتلونکي لپاره ګډه نقشه او د سیاسي نظام د مشروعیت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي. احمد مسعود زیاته کړه چې د دغو جریانونو هدف د طالبانو بشپړ له منځه وړل نه دي، بلکې د داسې یوه مشروع نظام رامنځته کول دي چې د افغانستان د خلکو پر ارادې ولاړ وي.

د مقاومت ملي جبهې مشر د شنبې په ورځ، د چنګاښ شلمه، له ایراف ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو مخالف جریانونه هڅه کوي د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه ګډ دریځ رامنځته کړي. هغه ټینګار وکړ چې دغه جریانونه د یوه مشخص کس یا ډلې د واک ته رسولو په لټه کې نه دي، بلکې غواړي داسې زمینه برابره شي چې خلک د راتلونکي سیاسي نظام د ډول په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه چې تر هغه وخته پورې چې داسې یو نظام رامنځته کېږي، د طالبانو مخالف جریانونه به په یوه واحد صف کې پاتې شي. د هغه په وینا، د دغو جریانونو ګډ هدف د داسې شرایطو برابرول دي چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد د سیاسي راتلونکي او د نظام د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي.

هغه همدارنګه طالبان د خبرو اترو او له خلکو سره د مقابلې د دوام ترمنځ انتخاب ته وبلل او ویې ویل چې دغه ډله باید ومني چې د خبرو مېز ته حاضر شي او د یوه ټول‌شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره خبرو ته داخل شي. د احمد مسعود په وینا، د اوسني چلند دوام کولای شي طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې او نارضایتۍ پر وړاندې ودروي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې مشر وویل، مخالف جریانونه د «ازاد، اباد او خپلواک افغانستان» غوښتونکي دي؛ داسې هېواد چې حاکمیت یې مشروعیت ولري او دغه مشروعیت د خلکو له ارادې څخه سرچینه واخلي. هغه همدارنګه د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د اساسي اختلاف شتون رد کړ او ویې ویل چې د دوی ګډ هدف د دې زمینه برابرول دي چې د افغانستان خلک د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.

احمد مسعود د دې مرکې په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو واکمني دایمي حالت نه ګڼي او ویې ویل: «طالبان د افغانستان د تاریخ پای نه دي.» هغه زیاته کړه چې د هېواد سیاسي راتلونکی باید د افغانستان د خلکو د غوښتنې او ارادې پر بنسټ وټاکل شي.

د مقاومت ملي جبهې مشر په پای کې وویل چې طالبان به یا د خلکو د غوښتنو په منلو، او یا هم د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو فشارونو په پایله کې اړ شي چې د افغانستان د خلکو اراده ومني، او که داسې ونه کړي، له واک څخه به ګوښه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.