ولودیمیر زلنسکي، د اوکراین ولسمشر، د اووه لویو صنعتي هېوادونو (جي۷) د سرمشریزې په څنډه کې له دونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، او امانوئل مکرون، د فرانسې ولسمشر، سره لیدنه او خبرې وکړې.
دغه لیدنه د جي۷ د ګډې کاري غونډې له پیل څخه مخکې ترسره شوه. زلنسکي، ټرمپ او مکرون د هغو وروستیو مشرانو له ډلې څخه وو چې دې غونډې ته ورسېدل. د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین جګړه د دغو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وه.
زلنسکي د غونډې له پیل سره هممهاله له امانوئل مکرون سره د خپلې لیدنې څخه یوه ویډیو خپره کړه او د فرانسې له ملاتړ څخه یې مننه وکړه. هغه په خپل پیغام کې ولیکل: «نننی پروګرام جدي دی.»
ډونالډ ټرمپ هم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې روسیه باید یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه وویل چې دغه هېواد د جګړې پر مهال درنې مرګژوبلې لیدلي دي او اوکراین هم د پام وړ زیانونه زغملي دي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ چې د غونډې په دوام کې به له ولودیمیر زلنسکي سره جلا لیدنه ولري، څو د جګړې د پرمختګونو او اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د زلنسکي او ټرمپ وروستۍ مخکینۍ لیدنه د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې ترسره شوې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








