TOOSnews
اعلان
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د پنځو کلونو په ترڅ کې د ښځو د وژنې ۲۳۱ پېښې ثبت شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د پنځو کلونو په ترڅ کې د ښځو د وژنې ۲۳۱ پېښې ثبت شوي دي.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله، یوې نوې څېړنې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو د لږ تر لږه ۲۳۱ وژنو د ثبت خبر ورکړی دی.

ګارډین ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې، چې د ټایمز له ښځینه خبریالانو سره په همکارۍ چمتو شوی او د جمعې په ورځ، د زمري په شپاړسمه، خپور شوی، ویلي چې دا موارد د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې او د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې، یعنې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، مستند شوي دي.

د دې څېړنې پر بنسټ، له ثبت شویو ۲۳۱ مواردو څخه ۵۳ یې د ځان‌وژنې په توګه اعلان شوي دي. خو په یو شمېر دغو قضیو کې کورنیو او شاهدانو ویلي چې قربانیان د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.

تر ټولو ډېر ثبت شوي موارد په جوزجان کې ۳۶، هرات کې ۳۲، بدخشان کې ۲۸ او غزني کې ۲۶ دي. د راپور له مخې، د قربانیانو عمرونه له پنځو تر ۶۵ کلونو پورې وو.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، له قربانیانو څخه ۱۶۵ یې د کور ښځې وې او خپلواک عاید یې نه درلود؛ د یاد راپور له مخې، دغه وضعیت د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د هغوی د مبارزې او د تاوتریخوالي د قضیو د قانوني تعقیب وړتیا محدوده کړې ده.

راپور همداراز ښيي چې د څېړل شویو قضیو په منځ کې یوازې د ۵۸ کسانو د نیول کېدو موارد ثبت شوي دي. په ځینو دغو قضیو کې هم مشکوک کسان له لنډې مودې وروسته خوشې شوي دي.

ګارډین د خپل راپور په یوه برخه کې د ۳۳ کلنې ښځې، لیزا شمس، د وژنې قضیه هم څېړلې ده. د عدلي طب د راپور له مخې، د هغې د مړینې احتمالي لامل د موږکانو د وژلو زهر خوړل ښودل شوي؛ خو د لیزا پلار د خپلې لور مړینه وژنه بولي او وايي چې د هغې پر مخ او بدن یې د وهلو ټکولو نښې لیدلي دي. هغه د لیزا پر مېړه د خپلې مېرمنې د وژلو تور لګولی دی.

ګارډین د طالبانو نوي جزايي قانون ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د مېړه له خوا د مېرمنې د وهلو ټکولو په صورت کې، حتا که دا کار د لیدلو وړ ټپونو لامل هم شي، د مېړه سزا تر ډېره ۱۵ ورځې بند کېدای شي.

په مقابل کې، د راپور له مخې، که یوه ښځه د خپل مېړه له اجازې پرته د خپلې کورنۍ کور ته ولاړه شي او د هغې کورنۍ هم د مېړه د غوښتنې پر مهال د هغې له بېرته سپارلو ډډه وکړي، نو ښځه او د هغې د کورنۍ غړي له درې میاشتو بند سره مخ کېدای شي.

راپور زیاتوي چې دا ډول مقررات ښايي هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي، لا ډېرې له مرستې غوښتلو او د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې له پناه اخیستلو څخه راوګرځوي.

د ټایمز ښځینه خبریالانو د دې څېړنې په ترڅ کې ۱۷۴ موارد د سیمه‌ییزو رسنیو له راپورونو راټول کړي او ۵۷ نور موارد یې په مستقیم ډول مستند کړي دي.

ګارډین ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د وژنو په اړه رسمي او جامع احصایه نه خپرېږي. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ځانګړې څارنوالۍ اداره او د ښځو د پناه ځایونو شبکه منحل شوې او شاوخوا ۲۵۰ ښځینه قاضیانې هم له خپلو دندو لرې شوي دي.

ګارډین ټینګار کړی چې ثبت شوي ۲۳۱ موارد په افغانستان کې د ښځو د وژنو بشپړه شمېره نه ده؛ بلکې یوازې د هغو مواردو یوه برخه ده چې د دې ورځپاڼې او ټایمز خبریالانو په سختو امنیتي شرایطو کې د مستند کولو توان پیدا کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.