سرپل ښار کې سرچینې وایي، د وسلهوالو په یوه برید کې د طالبانو د استخباراتو یو سیمهییز مدیر او د ۲۰۹ قول اردو یو عسکر وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه برید د سېشنبې ورځې سهار، د سرپل ښار په مربوطاتو کې شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په برید کې د سرپل د طالبانو د استخباراتو د «۰۸» مدیر، مولوي امرالله سلطاني، او د ۲۰۹ قول اردو عسکر بازمحمد وژل شوي دي.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او طالبانو هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. د برید د څرنګوالي او انګېزې په اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








