TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې یو ځوان د چاقو په ګوزار وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې یو ځوان د چاقو په ګوزار وژل شوی.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت په «سره‌رود» ولسوالۍ کې یو ځوان له بل کس سره تر نښتې وروسته د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبې، د چنګاښ ۲۱مه) د سره‌رود ولسوالۍ په «دوسرکه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه وژل شوی ځوان «رضوان» نومېده او د ریکشا چلوونکی و.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې په قتل تورن کس له سیمې تښتېدلی او د هغه د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

سید طیب حماد نه ده په ډاګه کړې چې دغو دوو کسانو پر کومې موضوع جنجال کړی و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.