TOOSnews
اعلان
سارا اډمز: د كابل هوايي ډګر د بريد عامل د طالبانو له بنده خوشې شوى و.
نړۍټوس نیوز

سارا اډمز: د كابل هوايي ډګر د بريد عامل د طالبانو له بنده خوشې شوى و.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» برید عامل عبدالرحمن لوګری د طالبانو له بنده خوشې شوی و.

اډمز ویلي، د نوموړي د خوشې کولو مسوول طالب قوماندانان یې له مخکې پېژندلي او په خپل راپور کې یې د هغوی نومونه او انځورونه هم خپاره کړي دي.

نوموړې زیاته کړې چې د دوی په راپور کې د طالبانو یو داخلي سند شامل دی چې د داعش خراسان د هغو غړو نوملړ پکې راغلی چې د خوشې کېدو لپاره ټاکل شوي وو. د اډمز په وینا، په دغه نوملړ کې د عبدالروف سنګري نوم هم شته، چې نوموړې یې د عبدالرحمن لوګري اصلي نوم بولي.

اډمز د امریکا پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي د خوشې کولو په تړاو د مسوولو کسانو د عدالت منګولو ته د سپارلو لپاره کافي اقدام نه دی شوی.

د ابي ګېټ برید د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر له خونړیو بریدونو څخه و چې د امریکايي او افغان وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.