TOOSnews
اعلان
د سون‌توکو د بیو لوړوالی؛ د طالبانو ښاروالۍ په کابل کې نوې نرخنامه خپره کړه.
اقتصاديټوس نیوز

د سون‌توکو د بیو لوړوالی؛ د طالبانو ښاروالۍ په کابل کې نوې نرخنامه خپره کړه.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل ښاروالۍ له‌خوا د خپرو شویو نرخنامو له مخې، د پټرولو او ډیزلو بیې په یوه میاشت کې له ۸ تر ۱۱ سلنې پورې لوړې شوي دي.

دې ادارې (پنج‌شنبې، د وږي ۵مه د نوې نرخنامې په خپرولو سره د یوه لیتر ۹۲ پټرولو بیه ۸۷ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۹ افغانۍ ټاکلې ده. همداراز د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ اعلان شوې ده.

خو د کابل اوسېدونکي وايي، په بازار کې د سون‌توکو بیې د طالبانو له‌خوا له اعلان شویو بیو لوړې دي.

د کابل یوه اوسېدونکي وویل چې نن ماسپښین په بازار کې د یو لیټر پټرولو بیه ۹۲ افغانۍ وه.

د کابل ښاروالۍ د نننۍ نرخنامې او شاوخوا یوه میاشت مخکې د خپرې شوې نرخنامې پرتله ښيي چې په دې موده کې د پټرولو بیه ۱۱.۵ سلنه او د ډیزلو بیه ۸.۲ سلنه لوړه شوې ده.

دې ادارې د وږي په اتمه د یو لیتر پټرولو بیه ۷۸ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ ټاکلې وه. همداراز د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۷ افغانۍ اعلان شوې وه.

په ټوله نړۍ کې د منځني ختیځ د کړکېچ او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي دي او د افغانستان بازار هم له دې بحران څخه اغېزمن شوی دی.

د افغانستان د تېلو او ګازو ډېره برخه واردات له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه تأمینېږي. روسیې په دې وروستیو کې د تېلو او ګازو تولید محدود کړی ده.

د سون‌توکو، په ځانګړې توګه د ډیزلو، د بیو له لوړېدو سره په افغانستان کې د ترانسپورټ لګښتونه او د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم په بازارونو کې لوړې شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.