د طالبانو استخباراتي ځواکونو په کابل کې د «لېپس» دفتر وتاړه.
سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتي ځواکونه پرون په کابل کې د «موبي ګروپ» دفتر ته ننوتلي او د دې رسنیز مرکز له فرعي ادارو څخه یې د «لېپس» دفتر تړلی دی.
د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو د «لېپس» کارکوونکي له دفتر څخه ایستلي او د دغه دفتر فعالیتونه یې درولي دي. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تر دې مخکې هم طالب ځواکونو په کابل کې د «موبي ګروپ» پر دفتر برید کړی و او دغه مرکز یې د څو ساعتونو لپاره محاصره کړی و.
د هغې پېښې پر مهال، د طالبانو ځواکونو «موبي ګروپ» دفتر ته له ننوتلو مخکې د طلوعنیوز دوه کارکوونکي هم نیولي وو.
تر اوسه د «لېپس» دفتر د تړل کېدو لامل روښانه نه دی او د طالبانو چارواکو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. «موبي ګروپ» هم تر دې دمه په رسمي ډول د «لېپس» دفتر د تړل کېدو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
دا راپور د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی او د دې پېښې جزیات، په ځانګړي ډول د «لېپس» د فعالیتونو د درول کېدو لامل، تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








