TOOSnews
اعلان
حامد کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې.
افغانستانټوس نیوز

حامد کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې.

۲۰ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې په ټولو تعلیمي کچو کې دې د هغوی لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.

کرزي د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۱۹مه، په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان پرمختګ د نجونو وړتیاوو ته په جدي پاملرنې او هغوی ته د زده‌کړو د فرصتونو په برابرولو پورې تړلی دی.

هغه زیاته کړې چې نجونې باید وکولای شي خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړي او د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو په کارولو سره د خلکو او هېواد خدمت وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د نجونو پیاوړتیا ته د لا ډېرې پاملرنې ترڅنګ، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره د هغوی پر مخ پرانیستل شي، څو وکولای شي د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړونه ورپه برخه کړي.

کرزي همداراز ویلي چې د افغانستان د کلتوري مخینې او د ښځو او نجونو د اوږدمهاله درناوي له امله، افغانان په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د هغوی د مقام، لاسته راوړنو او زړورتیا یادونه په ویاړ کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب‌الدین دلاور په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي وو چې له امریکا سره د دوحې د تړون په خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی.

هغه همداراز ویلي وو چې د افغان ښځو اړوند مسایلو مطرح کول، په ځانګړي ډول په نړیوالو غونډو کې، د افغانانو لپاره د شرم خبره ګڼل کېږي.

حامد کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.