TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې د طالبانو د زندانونو د ‌کشف مسوول ووژل شو.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې د طالبانو د زندانونو د ‌کشف مسوول ووژل شو.

۱۵ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي وحیدالله وصال، چې په ننګرهار کې د طالبانو د یوه زندان د کشف مسوول و، د دوشنبې په ماښام، د تلې په ۱۳مه، په جلال‌اباد ښار کې د ناپېژانده وسله‌والو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ سرچینو هم د وصال وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې پیل شوې دي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د دې برید انګېزه او هدف روښانه نه دی او د طالبانو امنیتي ادارو د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، برید کوونکي له برید وروسته له سیمې تښتېدلي او د دغه طالب چارواکي جسد روغتون ته انتقال شوی دی.

د دې راپور تر خپرېدو پورې هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار او د افغانستان په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د ناامنۍ او هدفي بریدونو یو شمېر پېښې راپور شوې دي. د طالبانو امنیتي چارواکي تل ټینګار کوي چې په ښارونو کې امنیت ټینګ دی؛ خو له دې سره سره، په ځینو مواردو کې د دې ډلې غړي او چارواکي د ناپېژانده وسله‌والو کسانو یا مخالفو ډلو له خوا په نښه شوي دي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.