TOOSnews
اعلان
اسپانیا: له طالبانو سره د تعامل زیاتوالی باید د دې ډلې د عادي کېدو لامل نه شي.
نړۍټوس نیوز

اسپانیا: له طالبانو سره د تعامل زیاتوالی باید د دې ډلې د عادي کېدو لامل نه شي.

۱۸ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د اسپانیا ځانګړي استازي خاویر پویګ ویلي، د افغانستان نیمايي نفوس د جنسیتي تبعیض تر اغېز لاندې ژوند کوي او له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو پراختیا باید د دې ډلې د عادي کېدو لامل نه شي.

پویګ دغه څرګندونې د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر مهال باید د بشري حقونو او د ښځو د حقونو موضوع ته جدي پاملرنه وشي.

د نوموړي په وینا، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو نږدې پنځه کاله تېرېږي او په دې موده کې د ځینو هېوادونو او اروپايي ټولنې تعامل له دې ډلې سره زیات شوی دی. هغه ویلي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د هېوادونو ترمنځ پراخ توافق موجود و چې دغه ډله د واک ته رسېدو د څرنګوالي او پر هوکړو د نه درېدو له امله باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

پویګ زیاته کړې، روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره دغه ګډ دریځ مات کړ. نوموړي په عین حال کې ویلي، که څه هم د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي او اروپايي ټولنه هم په افغانستان کې حضور لري، خو دا په خپله د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

هغه څرګنده کړې چې ځینې هېوادونه د عملي اړتیاوو، په ځانګړي ډول د کډوالۍ د چارو د مدیریت او د بشري مرستو د رسولو لپاره له طالبانو سره اړیکې ساتلو ته اړ دي. خو د نوموړي په باور، دا ډول اړیکې باید د طالبانو د عادي کولو له هڅو جلا وبلل شي او د خبرو پر مهال دې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو موضوعات په څرګند ډول مطرح شي.

د اسپانیا ځانګړي استازي همداراز ویلي، طالبان له تېرو تجربو زده‌کړه کړې او په ډیپلوماټیک ډګر کې یې چلند مسلکي شوی دی. هغه زیاته کړې چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو اړیکې له دې ډلې سره تر ډېره د هغوی د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

پویګ په پای کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د خبرو اترو له ستونزو سره سره، د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو موضوع باید له پامه ونه غورځول شي او د دې ډلې سره د تعامل په هر پړاو کې جدي پام ورته وشي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.