TOOSnews
اعلان
نديم: يوازې هغه كسان په افغانستان كې بريالي كېداى شي چې اسلامي فكر او اخلاق ولري.
افغانستانټوس نیوز

نديم: يوازې هغه كسان په افغانستان كې بريالي كېداى شي چې اسلامي فكر او اخلاق ولري.

۱۷ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او یوازې هغه کسان په کې بریالي کېدای شي او د خلکو خدمت کولی شي چې اسلامي فکر، اخلاق او د مسلمانانو باور ولري.
ندیم دا څرګندونې د کابل طبي علومو پوهنتون د فراغت په مراسمو کې کړې دي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې له نویو فارغو شویو کسانو تمه لري، د افغانستان د روغتیايي برخې ستونزې حل او خلکو ته په هېواد کې د باوري درملنې زمینه برابره کړي.
هغه ویلي، په اسلامي نظام کې مشران مکلف دي چې د مسلمانانو دیني او دنیوي اړتیاوې پوره کړي.
ندیم ټینګار کړی: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی، په دې اسلامي هېواد کې یوازې هغه کسان کامیابېږي چې اسلامي فکر، اخلاق او د مسلمانانو اعتماد ولري. همدا کسان بیا کولای شي چې د افغانستان په ټولنه کې خدمت وکړي.»
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۹مه د ندا محمد ندیم د نیولو حکم صادر کړی و، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۵مه یې جزئیات عام شول. محکمې هغه د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد ځورونې په جرمونو کې د احتمالي مسوولیت په تړاو تورن کړی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې په وینا، په دغو تورونو کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ ځورونه او له ښځو او نجونو سره د تړاو لرونکو کسانو پر وړاندې د سیاسي دلایلو له مخې ځورونه شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو له شپږم ټولګي پورته محدودیتونه لا هم دوام لري او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع دي.
د کابل طبي علومو پوهنتون د معلوماتو له مخې، په دغه فراغتغونډه کې له بېلابېلو طبي څانګو څخه ۲۴۰ محصلین فارغ شوي دي

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.