TOOSnews
اعلان
په پنځو ولايتونو كې د راستنېدونكو لپاره نږدې ٢۴ زره جريبه دولتي ځمكه ځانګړې شوې.
افغانستانټوس نیوز

په پنځو ولايتونو كې د راستنېدونكو لپاره نږدې ٢۴ زره جريبه دولتي ځمكه ځانګړې شوې.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هبت‌الله اخوندزاده د پنځو جلا حکمونو له مخې په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ټولټال ۲۳ زره ۶۳۶ اعشاریه ۳۹ جریبه دولتي ځمکه د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په هلمند کې ۱۰ زره، نیمروز کې ۸ زره، غور کې ۷۰۶ اعشاریه ۳۹، ننګرهار کې ۱۰۰۶ او فراه کې ۳۴۳۰ جریبه ځمکه د راستنېدونکو لپاره ځانګړې او انتقال شوې ده.

وزارت وايي، پر دغو ځمکو به د ښاري پلانونو له مخې استوګنیز ښارګوټي جوړ شي او د سړکونو، عامه تأسیساتو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو لپاره به هم ځایونه په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو ځمکو د وېش کره نېټه نه ده اعلان کړې، خو وايي چې ځمکې به د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې پر راستنېدونکو کډوالو ووېشل شي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په تېرو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو میلیونونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه یا ایستل شوي او ګڼ شمېر یې د سرپناه او دایمي استوګنې له ستونزو سره مخ دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.