TOOSnews
اعلان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سفر امریکا ته، د ویزې په صادرېدو کې د ستونزې له امله لغوه شو.
نړۍټوس نیوز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سفر امریکا ته، د ویزې په صادرېدو کې د ستونزې له امله لغوه شو.

۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسماعیل بقایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اعلان وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نیویارک ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره سفر نه شي کولی، ځکه چې د ویزې په صادرولو کې ستونزه رامنځته شوې ده. هغه همداراز وویل، په اوسنیو شرایطو کې هېڅوک دا ادعا نه شي کولی چې تهران او واشنګټن وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

بقایي د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل چې د امریکايي چارواکو د دریځونو پرله‌پسې بدلون د هر ډول خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کوي. د هغه په وینا، د خبرو اترو اصلي تمرکز اوس مهال د جګړې پای ته رسول او د تاوتریخوالي کمول دي، او تر اوسه د ایران د اټومي دوسیې پر جزئیاتو بحث نه دی شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې په ټولو جبهو کې د جګړو درول، د لبنان په ګډون، د هر ډول احتمالي تفاهم برخه ده. هغه زیاته کړه چې اسلامي جمهوریت باور لري چې په سیمه کې ثبات او د کړکېچونو کمول باید په هم‌مهاله توګه تعقیب شي.

بقایي دا هم وویل چې امریکا په لوېدیځه اسیا کې یوازې د اسرائیل ګټو او امنیت ته پام کوي او د سیمې د نورو هېوادونو سولې، ثبات او اقتصادي هوساینې ته ارزښت نه ورکوي. هغه د سیمې د هېوادونو له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول او د ایران د سولې له خبرو سره تړل، د عامه افکارو د اصلي موضوعاتو څخه د اړولو هڅه وبلله.

هغه اسرائیل په سیمه کې د ناامنۍ اصلي عامل وباله او ویې ویل چې د اړیکو عادي کولو په څېر پروژې نشي کولی اوسنی وضعیت بدل کړي. بقایي ټینګار وکړ چې د ایران له نظره د سیمې امنیت باید د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پر بنسټ جوړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هرمز تنګي په اړه هم وویل چې اسلامي جمهوریت د تېرېدونکو بېړیو څخه د مالیې اخیستو په لټه کې نه دی. د هغه په وینا، د سمندري لارو د امنیت او ناوبرۍ د خدمتونو وړاندې کول کېدای شي د خدمتونو د لګښت اخیستل شامل وي، خو دا د هرمز تنګي څخه د عوارضو اخیستل نه ګڼل کېږي.

بقایي زیاته کړه چې ایران له پاکستان سره په همکارۍ د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د امنیت لپاره د حل‌لارو په ارزونه او وړاندې کولو بوخت دی. هغه د سیمې اوسنی وضعیت د اسرائیل او امریکا د اقداماتو پایله وبلله او ویې ویل چې د تاوتریخوالي تر زیاتېدو وړاندې په دې مسیر کې سمندري تګ راتګ له ستونزې پرته ترسره کېده.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د هېواد د مالي سرچینو یوه برخه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر پراختیا لګېږي. بقایي وویل چې اسلامي جمهوریت دغه اقدامات د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره ضروري ګڼي.

بل‌خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې له ایران سره احتمالي هوکړه لا هم د ارزونې په پړاو کې ده. هغه هند ته د اګرې ښار له سفر وړاندې وویل چې د هرمز تنګی د پرانیستی پاتې کېدو او د ایران د اټومي دوسیې اړوند د جدي، مهالوېش لرونکو خبرو د پیل په اړه طرحې تر بحث لاندې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.