TOOSnews
اعلان
د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان به د خبریالانو لپاره هم د ځیروکو مبایلونو کارول منع کړي.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان به د خبریالانو لپاره هم د ځیروکو مبایلونو کارول منع کړي.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبان په پام کې لري د خبریالانو لپاره هم د ځیرکو مبایلونو کارول منع کړي. دغه رسنیز بنسټ وايي چې دا اقدام به په هېواد کې معلوماتو ته د لاسرسي او د رسنیو پر فعالیتونو لا زیات محدودیتونه ولګوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۷مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خبریالانو لپاره د ځیرکو مبایلونو د کارونې احتمالي بندیز د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندې د کنټرول د سختولو د پالیسۍ یوه برخه ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د باختر دولتي خبري آژانس رئیس، هدایت‌الله هدایت، دا موضوع د یادې رسنۍ له هغو کارکوونکو سره شریکه کړې چې دا مهال د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، د باختر خبري آژانس یوه خبریال ویلي چې کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده چې که دا بندیز عملي شي، د معلوماتو د تبادلې او د خبرونو د لېږلو لپاره له برېښنالیک څخه کار واخلي.

همدارنګه، د باختر خبري آژانس یوه بل خبریال یاد مرکز ته ویلي چې هدایت‌الله هدایت د غبرګولي ۲۰مه د دغې رسنۍ په واټساپ ګروپ کې د یوه پیغام له لارې په بېلابېلو ولایتونو کې له مېشتو خبریالانو غوښتي وو چې که د ځیرکو مبایلونو د کارونې بندیز نافذ شي، خپلې کاري اړیکې د ایمیل له لارې روانې وساتي.

په همدې حال کې، د خوست ولایت یوه سیمه‌ییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، کله چې په دغه ولایت کې د طالبانو د چارواکو او دولتي کارکوونکو لپاره د ځیرکو مبایلونو کارول منع شول، د معلوماتو رسولو هغه محدود او کنټرول شوی بهیر هم ودرېد چې تر دې وړاندې موجود و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اقدام په کلکه غندلی او د دې پرېکړې د احتمالي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. د مرکز په وینا، دا بندیز به د رسنیو او عامو وګړو لپاره معلوماتو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي.

دا موضوع داسې مهال راپورته کېږي چې تر دې وړاندې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هم لګېدلی و. د دې فرمان له عملي کېدو وروسته لسګونو سیمه‌ییزو تلویزیوني شبکو خپل تصویري فعالیتونه درولي او راډیوګانو ته اوښتي دي، او یو شمېر خبریالانو او د تصویري محتوا تولیدوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د دې ډول محدودیتونو لګول د معلوماتو د ازاد جریان او د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده، تر دې وړاندې د غبرګولي ۱۷مه په کندهار کې د دې ډلې له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې په شفاهي ډول امر کړی و چې دولتي کارکوونکي دې له ځیرکو مبایلونو څخه کار نه اخلي.

اوس تازه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ له لوري په صادر شوي حکم کې د دغې ډلې پر ټولو ملکي کارکوونکو او نظامي ځواکونو د ځیرکو مبایلونو کارول هم منع اعلان شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.