TOOSnews
اعلان
افغانستان د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو د کرکټ سیالیو حذفي پړاو ته د رسېدو لپاره خپلې سیالۍ له مقدماتي پړاو څخه پیلوي.
ورزشټوس نیوز

افغانستان د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو د کرکټ سیالیو حذفي پړاو ته د رسېدو لپاره خپلې سیالۍ له مقدماتي پړاو څخه پیلوي.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ۲۰۲۶م کال د اسیايي لوبو د نارینه‌وو د کرکټ سیالۍ د سپټمبر په ۲۴مه د جاپان د ناګویا ښار کې د لسو لوبډلو په ګډون پیلېږي. د قرعه‌کښۍ د پایلو له مخې، د هند، بنګله‌دېش، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو په مستقیم ډول یو څلورم پړاو ته لار موندلې، خو د افغانستان ملي لوبډله باید خپلې سیالۍ له مقدماتي پړاو څخه پیل کړي.

په مقدماتي پړاو کې به د افغانستان، هانګ کانګ، جاپان، مالیزیا، نیپال او عمان لوبډلې د یو څلورم پړاو پاتې څلورو ځایونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي. دغه لوبډلې په دوو درې‌کسیزو ګروپونو وېشل شوي دي او یوازې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به بل پړاو ته لار پیدا کړي.

د قرعه‌کښۍ له مخې، افغانستان په «الف» ګروپ کې له جاپان او نیپال سره یوځای شوی دی. په «ب» ګروپ کې بیا هانګ کانګ، مالیزیا او عمان شامل دي. له دواړو ګروپونو څخه بریالۍ شوې لوبډلې به په یو څلورم پړاو کې له هند، بنګله‌دېش، پاکستان او سریلانکا سره یوځای شي او د مډالونو لپاره به خپلې سیالۍ ته دوام ورکړي.

د ۲۰۲۶م کال د اسیايي لوبو د کرکټ ټولې سیالۍ، د نارینه‌وو او ښځو په دواړو برخو کې، د شل اوریزو سیالیو په بڼه ترسره کېږي. دا د کرکټ له تر ټولو مشهورو فارمټونو څخه دی او لوبې یې د چټکتیا او لوړې جذبې له امله ډېرې خوښېږي.

د ښځو سیالۍ به د سپټمبر له ۱۷مې تر ۲۲مې پورې ترسره شي او اته لوبډلې به له یو څلورم پړاو څخه خپلې سیالۍ پیل کړي. د اعلان شوې لوب‌وېش له مخې، هند به له جاپان، بنګله‌دېش به له چین، سریلانکا به له مالیزیا او پاکستان به له تایلنډ سره لوبه وکړي.

د اسیايي لوبو په تېر پړاو کې، چې د ۲۰۲۲م کال د اسیايي لوبو په نوم یادېږي خو په ۲۰۲۳م کال کې د چین د هانګژو ښار کې ترسره شوې، د هند ملي لوبډلې د نارینه‌وو او ښځو په دواړو برخو کې اتلولي خپله کړه او د کرکټ د سیالیو د سرو زرو مډالونه یې وګټل.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.