TOOSnews
اعلان
هند پاكستان ته په ماتې وركولو د اسيايي لوبو د كرېګټ سرو زرو مډال وګاټه.
ورزشټوس نیوز

هند پاكستان ته په ماتې وركولو د اسيايي لوبو د كرېګټ سرو زرو مډال وګاټه.

۱۱ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هند د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو د کرېکټ شل اوریزو سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۱ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه.

د هند لپاره ابیشېک شرما ۶۱ او تلک ورما ۵۱ منډې وکړې. شېوم دوبې ۲۷، شرېاس ایر ۲۱ او ایشان کېشن ۲۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري عرفات منهاس او احمد دانیال دوه، دوه، او ابرار احمد او صایم ایوب یوه، یوه وېکټه واخیسته.

پاکستان د هدف په تعقیب کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې او سیالۍ یې وبایلله. حسن نواز د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې ۹۶ منډې وکړې او تر پایه پر وېکټه پاتې شو. صایم ایوب ۲۹، معاذ صداقت ۲۳، صعد مسعود ۱۲ او صاحبزاده فرحان ۱۰ منډې وکړې.

د هند لپاره اکسر پټېل او واشنګټن سندر دوه، دوه وېکټې واخیستې.

بل لور ته، د درېیم ځای په سیالۍ کې سریلانکا بنګله‌دېش ته په ۶۳ منډو ماته ورکړه او د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو درېیم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی و؛ افغانستان جاپان ته ماته ورکړه، له نیپال څخه یې لوبه وبایلله او له هند سره یې سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.