TOOSnews
اعلان
افغان ورزشكار نادر صوفي زاده په قرغيزستان كې د برونزو مډال وګاټه.
ورزشټوس نیوز

افغان ورزشكار نادر صوفي زاده په قرغيزستان كې د برونزو مډال وګاټه.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان ورزشکار نادر صوفي‌زاده د قرغیزستان په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال په نړیوالو سیالیو کې د ازاد کورش په برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

صوفي‌زاده د درېیم مقام د ترلاسه کولو په لاره کې د ایټالیا، جورجیا او ارمنستان ورزشکارانو ته ماتې ورکړې، خو په نیمه‌پایلوبه کې یې له خپل قرغیزستاني سیال څخه ماته وخوړه.

د افغانستان د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د اګست په ۳۱مه پیل شوې او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.

فدراسیون وايي، په دغو سیالیو کې د ۱۰۶ هېوادونو شاوخوا درې زره ورزشکاران په ۴۳ ورزشي څانګو کې ګډون لري. سیالۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک او د ایسیک‌کول جهیل شاوخوا سیمو کې ترسره کېږي.

افغانستان هم په دغو سیالیو کې د دوو درانه وزن ورزشکارانو او یوه روزونکي په ګډون استازیتوب لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.