د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ناګویا د شلم پړاو اسیایي لوبو په خپله لومړۍ سیالۍ کې کوربه جاپان لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د لوبې په پیل کې جاپان د پچې ګټلو وروسته پرېکړه وکړه چې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړي. افغان لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۲۹ منډې وکړې او جاپان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
محمد اکرم د ۳۴ منډو، لوبډلمشر دروېش رسولي د ۲۹ منډو، محمد اسحاق د ۲۵ منډو او کریم جنت د ۲۱ منډو په ترسره کولو سره د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
جاپان لوبډلې ونه شوای کولای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۸۱ منډو په ترلاسه کولو سره وسوځېدل.
افغانستان د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره په یوه ګروپ کې دی. ابدالیانو په تېرو اسیایي لوبو کې هم پایلوبې ته لار موندلې وه او د دغو سیالیو د سپینو زرو مډال یې ګټلی و.
افغانستان به د جمعې په ورځ، د تلې په ۳مه، د ګروپي پړاو په خپله دویمه لوبه کې له نیپال سره مخامخ شي.
لیکواله:رویا ستانکزی








