TOOSnews
اعلان
افغانستان د هند پر وړاندې د درېيو شل اوريزو سياليو كوربه توب كوي.
ورزشټوس نیوز

افغانستان د هند پر وړاندې د درېيو شل اوريزو سياليو كوربه توب كوي.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو (T20I) سیالیو په لړۍ کې کوربه وي.

د کرک‌انفو د راپور له مخې، دغه سیالۍ به د روان کال د سپتمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د هند د ډیلي ښار په «ارون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې د هند کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې د افغانستان پر وړاندې د مېلمه لوبډلې په توګه د یوې دوه‌اړخیزې شل اوریزې لړۍ برخه ګرځي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د دې لړۍ له لارې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره خپل چمتووالی لا پیاوړی کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.