د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد د نوې هوکړې له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او اړوندو سیمو کې د شپږو ښارګوټو ځمکې د ښاري نظم د ټینګښت او د ناقانونه ودانیو د مخنیوي په موخه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ویلي، په دغو ښارګوټو کې د ۲۱مې ناحیې اړوند جنت ګل خان ښارګوټی، د ۱۴مې ناحیې اړوند سردار محمد داوود خان ښارګوټی، د ۸مې ناحیې میرویس ښارګوټی، د بګرامیو ولسوالۍ دولتزی ښارګوټی، او د ۲۲مې ناحیې علاوالدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټي شامل دي.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یادې سیمې به له دې وروسته د کابل ښاروالۍ د رسمي ملکیت په توګه ثبت شي او د ښار د منظمې پراختیا او ښاري پروژو د پلي کېدو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
چارواکي وایي، دولتي ځمکې د ځانګړې محکمې او د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري تثبیت او ارزول کېږي، او هغه سیمې چې دولتي وپېژندل شي، ښاروالۍ ته سپارل کېږي.
د کابل ښاروالۍ په وینا، یاد شپږ ښارګوټي د قانوني پروسې او تخنیکي ارزونې وروسته دولتي ځمکې تثبیت شوې او د ښاري پراختیا لپاره رسمي بڼه ورکول شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








