TOOSnews
اعلان
امریکایي سندر غاړې، پر ایران د پوځي بریدونو په ویډیو کې د خپلې سندرې پر کارولو اعتراض وکړ.
کلتور او هنرټوس نیوز

امریکایي سندر غاړې، پر ایران د پوځي بریدونو په ویډیو کې د خپلې سندرې پر کارولو اعتراض وکړ.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا مشهورې سندرغاړې او سندرې لیکونکې کیټي پيري د سپینې ماڼۍ له‌خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا د پوځي بریدونو د ویډیو لپاره د خپلې مشهورې «اورلوبې» سندرې د شالید موسیقۍ په توګه له کارولو سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا کار د هغې له اجازې او خبرتیا پرته ترسره شوی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د روانې اوونۍ په پیل کې د سپینې ماڼۍ په رسمي ټیک‌ټاک حساب کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو انځورونه د «اورلوبې» سندرې سره یوځای شوي وو. د ویډیو په تشرېح کې هم لیکل شوي وو: «ایران ته خبرداری ورکړل شوی دی.»

کیټي پيري په اېکس کې په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار وکړ چې نه ورسره په دې اړه مشوره شوې او نه یې هم د خپلې سندرې د کارولو اجازه ورکړې ده. هغې ولیکل: «زه سخته حیرانه او غوسه شوم چې ومې لیدل د سپینې ماڼۍ د ټیک‌ټاک په ویډیو کې، چې د پوځي بریدونو صحنې ښيي، زما د “اورلوبې” سندره د شالید موسیقۍ په توګه کارول شوې ده. نه مې اجازه ورکړې او نه هم دا اقدام تأییدوم.»

نوموړې زیاته کړه چې د «اورلوبې» سندره یې د خلکو د هیله‌مندولو، د هغوی د روحيې د پیاوړتیا او د سختو ورځو د تېرولو لپاره لیکلې وه. د هغې په وینا، د جګړې او ویجاړۍ له انځورونو سره د دې سندرې یوځای کول د سندرې له اصلي پیغام سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي.

پيري همداراز ټینګار وکړ چې د هغې موسیقي د خلکو ترمنځ د خواخوږۍ، یووالي او هیلې د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې، نه دا چې د جګړې له صحنو سره وکارول شي یا تاوتریخوالی وستایل شي.

د «اورلوبې» سندره لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې د کیټي پيري د درېیم البوم «د ځوانۍ خوب» په چوکاټ کې خپره شوه. دغه سندره د هغې له تر ټولو بریالیو اثارو څخه شوه او د امریکا د تر ټولو ډېر پلورل شویو سندرو د جدول سر ته ورسېده.

دې سندرې مخکې هم له سپینې ماڼۍ سره تړاو موندلی و، خو په بل ډول شرایطو کې. کیټي پيري د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جو بایډن د لوړې د مراسمو پر مهال، دغه سندره د ابراهام لینکن د یادګار مخې ته اجرا کړه، چې ورسره په واشنګټن کې د اورلوبو پراخ نندارتون هم مل و.

کیټي پيري وروستۍ سندرغاړې ده چې د ټرمپ د ادارې له‌خوا په دولتي ټولنیزو رسنیو کې یې د خپلو موسیقي اثارو د کارولو پر وړاندې اعتراض کړی. په وروستیو کلونو کې یو شمېر نورو سندرغاړو او کمپوزرانو هم د خپلو هنري اثارو د سیاسي یا دولتي موخو لپاره، له اجازې پرته یا د خپلو لیدلورو خلاف، د کارولو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.