TOOSnews
اعلان
افغان فلم‌جوړوونکی د «ښځه، ژوند، ازادي» د درېیم فلمي فسټیوال  د ډله‌ییزو داورانو مشر شو.
کلتور او هنرټوس نیوز

افغان فلم‌جوړوونکی د «ښځه، ژوند، ازادي» د درېیم فلمي فسټیوال د ډله‌ییزو داورانو مشر شو.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

عتیق رحیمي، مشهور افغان لیکوال او فلم‌جوړونکی او د ګونکور جایزې ګټونکی، د «ښځه، ژوند، ازادي» نړیوال فلمي فسټیوال د درېیمې دورې د نړیوالو داورانو د پلاوي مشري پر غاړه واخیسته. دغه فسټيوال د ایران د ښځو له غورځنګ څخه په الهام جوړ شوی او موخه یې د سانسور پر وړاندې مبارزه او د مقاومت، ازادۍ او برابرۍ د روایتونو انعکاس دی.

ټاکل شوې چې د «ښځه، ژوند، ازادي» نړیوال فلمي فسټیوال درېیمه دوره د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۱۶مې تر ۲۱مې پورې د اسټرالیا په برېزبېن ښار کې ترسره شي. د فسټیوال پروګرامونه به د اروپا او شمالي امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې هم دوام وکړي. په دې فسټیوال کې به د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر خپلواک سینمایي اثار نندارې ته وړاندې شي.

د فسټيوال د جوړوونکو د رسمي اعلان پر بنسټ، عتیق رحیمي د دې دورې د نړیوالو داورانو د پلاوي د مشر په توګه معرفي شوی دی. نوموړی به د نیکي کریمي، ویشکا آسایش، مژګان ایلانو، سټیفن لنس، ریچارډ فانګ او کارولینا پوسه په څېر له نورو فرهنګي او سینمایي څېرو سره یوځای د فلمونو ارزونه کوي.

د فسټیوال درېیمه دوره به د ایران د سینما د دوو وتلو څېرو، بهرام بیضایي او ناصر تقوایي، د درناوي لپاره له ځانګړو پروګرامونو سره هم مل وي. جوړوونکو ویلي چې د دغو دوو فلم‌جوړونکو هنري کارنامه له هنري خپلواکۍ، د سینما له محدودیتونو او له سانسور سره له مبارزې سره تړاو لري.

د دغو پروګرامونو ترڅنګ، د برېزبېن فرانسوي اتحاد هم د لومړي ځل لپاره د فسټيوال د شریک په توګه له دې پروګرام سره یوځای شوی دی. ټاکل شوې چې دغه بنسټ د «الیانس فرانسېز جایزه» د خپلواکې سینما، هنري ازادۍ او له فرانسوي‌ژبې ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه یوه نوماند فلم ته ورکړي.

عتیق رحیمي، چې په افغانستان کې زېږېدلی لیکوال او فلم‌جوړونکی دی، د معاصر ادبیاتو او سینما له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د «د صبر ډبره» ناول لپاره د فرانسې معتبره ګونکور جایزه ترلاسه کړه. ګونکور د فرانسې له تر ټولو مهمو ادبي جایزو څخه ده او رحیمي له هغه وخت راهیسې د فرانسوي‌ژبې له مخکښو لیکوالانو څخه بلل کېږي.

«زه، کابلی‌والا»؛ د عتیق رحیمي نوی ناول په فرانسه کې خپور شو.

رحیمي په سینما کې هم پراخ فعالیت لري او د «خاورې او ایرې»، «د صبر ډبرې» او «د نیل مېرمن» په څېر فلمونو لارښوونه یې کړې ده. د نوموړي سینمایي اثار د نړۍ په یو شمېر معتبرو نړیوالو فسټيوالونو کې نندارې ته وړاندې شوي او د دغو فسټيوالونو په سیالیو کې یې هم ګډون کړی دی.

د «ښځه، ژوند، ازادي» نړیوال فلمي فسټيوال په ۲۰۲۴ کال کې د «له هېواده بهر د ایران د سینما او تیاتر د هنرمندانو ټولنې» له خوا جوړ شو. د دغه فسټيوال د رامنځته کولو موخه دا ښودل شوې چې د فلم‌جوړونکو او خپلواکو هنرمندانو لپاره یو نړیوال ډګر برابر کړي، د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي، له سانسور سره مبارزه وکړي او د جنسیتي برابرۍ، بشري حقونو او ټولنیز عدالت په څېر موضوعاتو ته انعکاس ورکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.