د افغانستان د اوزبېکانو کلتوري شپه د یو شمېر افغان هنرمندانو او په جرمني کې د مېشتو افغانانو په ګډون جوړه شوه.
دا پروګرام د شنبې په ورځ، د زمري په ۳۱مه، د جرمني په فرانکفورت ښار کې د افغان اوزبېک هنرمندانو له خوا د موسیقۍ او هنري پروګرامونو په وړاندې کولو سره ترسره شو.
د پروګرام جوړوونکي وايي، د دې مراسمو موخه په اروپا کې د افغان کډوالو ترمنځ د اوزبېکانو د کلتور، هنر او موسیقۍ ساتنه او پراختیا وه.
د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغانانو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
په دې پروګرام کې یو شمېر افغان هنرمندانو سندرې وړاندې کړې او د اوزبېکانو د کلتور او هنر بېلابېلې برخې یې نندارې ته وړاندې کړې.
دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې موسیقي او هنري فعالیتونه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








