اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د تېر کال په پرتله سږ کال د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د الوتنو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
د یاد شرکت د اعلامیې له مخې، تېر کال د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اوونۍ کې یوازې یوه الوتنه ترسره کېده، خو اوس دغه شمېر په اوونۍ کې اوو الوتنو ته لوړ شوی دی.
د یاد شرکت په وینا، د الوتنو د شمېر زیاتوالی د مسافرو د اړتیاوو او د هوايي تګ راتګ د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








