کوین کورنول، برېټانوی مرستندوی کارکوونکی، وایي چې په افغانستان کې د ۲۷۲ ورځني بند پر مهال له انفرادي خونې، ګواښونو، وهلو ټکولو او د جبري اعتراف لپاره له فشار سره مخ شوی و.
کورنول، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو له یوې ادارې سره د کار کولو پر مهال نیول شوی و، په خپل بیان کې ویلي چې د بند په موده کې پرې فشار اچول کېده څو پر هغه لګېدلو تورونو باندې اعتراف وکړي. هغه همدارنګه ادعا کړې چې د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسي له امله یې په زندان کې روغتیايي وضعیت ورو ورو خراب شوی و.
د دغه برېټانوي مرستندوی په وینا، د نیول کېدو پر مهال یې ځینې شخصي شتمنۍ هم ضبط شوې وې او د ساتنې شرایط یې له سختو محدودیتونو سره مل وو.
کورنول زیاته کړې چې بالاخره له میاشتو خبرو اترو او د مالي ورکړې وروسته د هغه د خوشې کېدو زمینه برابره شوه او وتوانېد چې افغانستان پرېږدي.
طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د بندیانو سره د ناوړه چلند، شکنجې او یا هم پر هغوی د فشار راوړلو اړوند تورونه رد کړي دي، او د کورنول د ادعاوو په اړه یې تر اوسه کوم نوی غبرګون نه دی خپور کړی.
د دغه برېټانوي وګړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بشري حقونو بنسټونو په وروستیو کلونو کې څو ځله په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت او له بندیانو سره د چلند د څرنګوالي په اړه د لا ډېرې روڼتیا غوښتنه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








