د هرنان کاستیو، د ارجنټاین د سپورټونو د مشهور خبریال او راپور ورکوونکي، د راپور له مخې چې د دې هېواد د ملي لوبډلې د خبرونو د پوښښ او د ارجنټاین فوټبال ته د نږدې سرچینو له امله پېژندل کېږي، لیونل مسي د هسپانیا پر وړاندې د نړیوال جام د فاینل لوبې له پیل مخکې خپلو هملوبغاړو ته ویلي وو چې دا به د ارجنټاین د ملي لوبډلې په جامه کې د هغه وروستۍ لوبه وي.
کاستیو ادعا کوي چې مسي د لوبې له پای وروسته هم خپلو هملوبغاړو ته له احساساتو ډکه وینا کړې او د کلونو ملګرتیا، هڅو او ګډو خاطرو له امله یې ترې مننه کړې ده.
که دا راپور رښتیا ثابت شي، نو د مسي له خوا د ارجنټاین ملي لوبډلې څخه مخه ښه کول به د دې هېواد د فوټبال د یوه له تر ټولو ویاړمنو پړاوونو د پای معنا ولري. هغه د ملي لوبډلې لپاره د لوبېدو پر مهال ګڼ ارزښتناک ویاړونه ترلاسه کړي او خپل ځای یې د نړۍ د فوټبال د تاریخ له سترو لوبغاړو څخه د یوه په توګه ثابت کړی دی.
خو تر اوسه پورې نه لیونل مسي او نه هم د ارجنټاین د فوټبال فدراسیون د هغه د ملي لوبو د پای ته رسېدو په اړه کوم رسمي اعلان یا تایید کړی دی. له همدې امله، دا موضوع لا هم یوازې د رسنیو د یوه راپور په کچه پاتې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








