د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو بنسټیز حقونه رعایت کړي او د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.
هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي کلني راپور ته په اشارې وویل، افغانستان د پنځم پرلهپسې کال لپاره د نجونو پر زدهکړو د بندیز له ستونزې سره مخ دی او د افغانستان اوسني چارواکي باید عملي او جدي ګامونه پورته کړي څو نجونې زدهکړو او د کار بازار ته لاسرسی ومومي.
د چین استازي وویل، که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر یوه بریده باثباته شوی، خو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لا هم له جدي ننګونو سره مخ ده. نوموړي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو همغږی او منسجم دریځ ولري او له طالبانو سره عملي او واقعبینانه تعامل ته دوام ورکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو کمښت، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او د منځني ختیځ روان کړکېچ کولی شي په افغانستان کې د بېثباتۍ او تاوتریخوالي خطرونه زیات کړي.
د چین استازي زیاته کړه چې افغانستان ته د اړتیا وړ بشري مرستو یوازې محدوده برخه رسېدلې او د مرستو د کمښت له امله ګڼ افغانان له لوږې، ناروغیو او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي همداراز وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو د چارواکو د سفرونو او نړیوالو لیدنو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، څو له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ بهیر پیاوړی شي.
لیکوال:سعید سمیر








