د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، امریکا او اسرائیل د نړۍ د اوسني وضعیت اصلي مسؤلین بللي دي.
د تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۳۰مه، راپور ورکړی چې بقایي دا خبرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې د نړیوالو حقوقو نادیده نیولو په اړه یې کړې وې.
بقایي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې ویلي: «ولې د هغو کسانو له غندلو ډډه کوئ چې د نسل وژنې او جګړه ایزو جنایتونو عاملینو ته یې بشپړ معافیت برابر کړی دی؟»
بقایي د معافیت د پراخېدو او نظامي حللارو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه د انټونیو ګوټرېش څرګندونو ته په اشارې، له هغه څخه نیوکه کړې چې د «اصلي مسؤلینو» په توګه یې د امریکا او اسرائیل نومونه نه دي اخیستي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د اټومي پروګرام، بندیزونو او د اسرائیل له لوري د واشنګټن د ملاتړ پر سر د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








