TOOSnews
اعلان
اروپا د اټومي تړون په چوکاټ کې د ایران د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

اروپا د اټومي تړون په چوکاټ کې د ایران د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د څلورو اروپايي هېوادونو مشرانو اعلان کړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه روښانه او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، دوی چمتو دي چې د دې قضیې اړوند بندیزونه لغوه کړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون، د بریټانیا د لومړي وزیر کی‌یر سټارمر، د جرمني د صدراعظم فرېدرېش مرڅ او د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجا ملوني ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې اروپايي هېوادونه د ایران له لوري د اټومي پروګرام په اړه د شفافو او د تایید وړ اقداماتو په بدل کې چمتو دي چې اړوند بندیزونه لغوه کړي.

د دغو څلورو هېوادونو مشرانو همداراز ټینګار کړی چې دوی د روانې دیپلوماټیکې پروسې د دوام ملاتړ کوي او د دې موضوع په اړه د یوه دوامدار او اوږدمهاله تړون د ترلاسه کولو لپاره به ګډه کار وکړي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.» هغوی زیاته کړې چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره له متحده ایالاتو، ایران او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دي.

اروپايي مشرانو د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او په دې ستراتیژیکې سمندري لارې کې د کښتۍ چلونې بشپړه او بې‌محدودیته ازادي هم اړینه بللې ده. هغوی ویلي چې د یوې بشپړ دفاعي او خپلواک مأموریت له لارې به د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د امنیت د ټینګښت او د ماین پاکۍ په عملیاتو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بریټانیا او فرانسې په تېرو دوو میاشتو کې هڅه کړې چې د منځني ختیځ په نړیوالو اوبو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي په ګډون، د سوداګریزو بېړیو د امنیت لپاره د یوه نړیوال ائتلاف د جوړېدو زمینه برابره کړي.

هم مهاله، بریټانیا او فرانسې خپلې الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ سیمې ته استولي دي، خو تر اوسه یې په هېڅ ډول پوځي عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.