د غزني ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ دوشنبې، د غبرکولي ۲۵مه، اعلان وکړ چې د دې ولایت د دښت کیوان په سیمه کې د یوه ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله یوه ۱۲ کلن ماشوم ژوند خپل له لاسه ورکړی او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ټپیان ماشومان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. چارواکو د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دی. دغه د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه خلک په افغانستان کې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو په شعاع کې دي. دا وضعیت د دغو سیمو د اوسېدونکو لپاره د پام وړ خطرونه رامنځته کوي.
له بلې خوا، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي چې یوازې په تېر کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو د چاودنو ۱۹۳ پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د شنبې په ورځ هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې د ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله یو ماشوم وژل شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي وو. دې ډول پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د پاتې مهماتو د خطرونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








