ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ یې برید کړی او په ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
د دغې جبهې د دوشنبې (د چنګاښ ۸مه) د خبرپاڼې له مخې، برید د یکشنبې شپې (د چنګاښ ۷مه) ترسره شوی، چې پکې د چاهاب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د دوی د وسلهوالو له لوري په نښه شوې ده.
ازادۍ جبهه وایي، جنګیالیو یې لومړی د طالبانو پر پوستو څو راکټونه وویشتل او وروسته یې د سپکو وسلو په وسیله برید ته دوام ورکړ. د جبهې په وینا، نښته شاوخوا نیم ساعت روانه وه او بریدکوونکي وروسته له سیمې وتلي دي.
د جبهې په ادعا، په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي او لږ تر لږه درې جسدونه د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نه دی څرګند کړی.
تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
لیکوال:سعید سمیر








