د «افغان ډراګنز» په نوم یوې هکرې ډلې اعلان کړی چې د طالبانو د دفاع وزارت وېبپاڼه یې له لاسرسي ایستلې ده. دغې ډلې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې دا سایبري برید یې په افغانستان کې د اعتراض کوونکو د ځپلو، په ځانګړي ډول په هرات کې د ښځو د نیولو، پر ضد د اعتراض په توګه ترسره کړی دی.
د دې خبر د خپرېدو پر مهال، د طالبانو د دفاع وزارت وېبپاڼه د لاسرسي وړ نه وه. خو د دې وزارت چارواکو تر اوسه د وېبپاڼې د نهفعالېدو د علت یا د هکرې ډلې د ادعا په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د «افغان ډراګنز» ډلې همداراز ویلي چې دوی د افغانستان پر زیربناوو د سایبري بریدونو لېوالتیا نه لري، خو د دوی په وینا د طالبانو سیاستونو او کړنو دوی دې اعتراضي اقدام ته اړ کړي دي.
طالبانو په تېره یوه میاشت کې څو ځله په هرات کې یو شمېر ښځې نیولې دي. همدارنګه، دې ډلې د هغو سولهییزو اعتراضونو مخه نیولې او ځپلې ده چې د هرات اوسېدونکو د ښځو د ځورونې او ځپنې پر ضد ترسره کړي وو. دې کړنو په افغانستان دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د «افغان ډراګنز» هکرې ډلې تېر کال هم د طالبانو تر ادارې لاندې د یو شمېر وزارتونو او دولتي ادارو پر وېبپاڼو د سایبري بریدونو مسؤلیت منلی و او ادعا یې کړې وه چې د دغو ادارو ډېری وېبپاڼې یې له لاسرسي ایستلې دي.
په تېرو کلونو کې د «طالبلېکس» په نوم یوې بلې هکرې ډلې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د یو شمېر دولتي ادارو معلوماتي بانکونه د سایبري بریدونو هدف ګرځولي وو او د لسګونو وزارتونو او دولتي ادارو اړوند اسناد یې پر انټرنېټ خپاره کړي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








