د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، طالبانو وسلهوالو ډلو ته د پناه ورکولو له لارې عام افغان ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کړي دي.
سادات پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، طالبان د دې مسوول دي چې افغانستان یې د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان عام خلک باید د ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ بیه ورنه کړي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان هم د خپلو پوځي اقداماتو په تړاو مسوول دی او د وسلهوالو ډلو شتون هېڅکله پر عامو خلکو د «ړندو بریدونو او د ملکي وګړو د وژلو» لپاره نه شي توجیه کېدای.
سمېع سادات ویلي، افغانستان باید له ترهګرۍ څخه پاک شي او هغه کسان چې ترهګرو ته پناه ورکوي، باید حساب ورکړي او ځوابویونکي وبلل شي.
د نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، پاکستاني جنګي الوتکو د پنجشنبې په سهار د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍاو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر استوګنیزو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








