TOOSnews
اعلان
په كندهار كې ١٢ چينايي سيلانيان پر اسلام مشرف شوي.
افغانستانټوس نیوز

په كندهار كې ١٢ چينايي سيلانيان پر اسلام مشرف شوي.

۱۰ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندهار د خرقې مطهرې ریاست وايي، د چین یو شمېر سیلانیان چې د سیاحت په موخه کندهار ته تللي وو، د دغه ریاست د هڅو په پایله کې یي اسلام قبول کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ټولټال ۱۲ کسان شامل دي چې اووه یې نارینه او پنځه یې ښځې دي.

سرچینه زیاتوي چې د اسلام منونکو چینايي سیلانیانو عمرونه له ۳۷ تر ۷۱ کلونو پورې دي.

د خرقې مطهرې ریاست په وینا، دغو سیلانیانو د کندهار د سفر پر مهال د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کړي او وروسته یې د اسلام د منلو پرېکړه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.