TOOSnews
اعلان
تادين خان: طالبان د پاكستان پر وړاندې د افغان ولس په دفاع كې پاتې راغلي.
افغانستانټوس نیوز

تادين خان: طالبان د پاكستان پر وړاندې د افغان ولس په دفاع كې پاتې راغلي.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان ویلي، په افغانستان کې د مشروع او ټولګډونه حکومت د نشتوالي له امله د افغان ولس دفاع نه کېږي.

تادین خان پاکستان د افغانستان یو پخوانی دښمن بللی او طالبان یې پر افغان خاوره د اسلام‌اباد د وروستیو بریدونو مسوول ګڼلي دي.

هغه پر کونړ او هلمند د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، دغه بریدونه د طالبانو د واکمنۍ او د هغوی د بې‌وسۍ څرګندونه کوي.

نوموړي له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه، د ملکي وګړو وژنه او هغه څه چې نوموړي جنګي جرمونه بللي، په جدي توګه وڅېړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.