TOOSnews
اعلان
حشمت‌الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.
ورزشټوس نیوز

حشمت‌الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.

۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو کپټان، په ټولنیزو رسنیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلې کپټانۍ استعفا وکړه. هغه وویل چې دا پرېکړه یې په شخصي توګه کړې او له دې وروسته به د ملي لوبډلې د کپټان په توګه دنده نه ترسره کوي.

شهیدي د ۲۰۲۲ کال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې پورې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري په یو ورځنیو سیالیو کې پر غاړه لرله. هغه په دې موده کې د ۵۵ لوبو مشري وکړه او د افغانستان لپاره یې ۲۷ بریاوې ثبت کړي.

د شهیدي د کپټانۍ پر مهال افغانستان د اسیا جام، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام او د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ پر وړاندې بریاوې خپلې کړې او د نیمه پایلوبې ته د رسېدو تر پولو پورې ورسېد.

افغانستان د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام کې هم انګلستان ته ماته ورکړه، خو د اسټرالیا پر وړاندې لوبه د باران له امله لغوه شوه او له همدې امله ونه توانېد چې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي او له سیالیو بهر شو.

د شهیدي تر مشرۍ لاندې افغانستان په دوه اړخیزو لوبلړیو کې هم د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي. ملي لوبډلې درې ځله بنګله‌دېش، دوه ځله زیمبابوې او یو ـ یو ځل سوېلي افریقا او اېرلنډ ته ماته ورکړې.

حشمت الله شهیدي په خپله د استعفا اعلامیه کې د کرکټ بورډ له مسؤلینو، روزنیز کادر، لوبغاړو او مینه‌والو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د ملي لوبډلې کپټاني د ده لپاره یو ستر ویاړ و. هغه ټینګار وکړ چې د لوبډلې ټولې لاسته راوړنې د ګډ کار، یووالي او د ټولو غړو د هڅو پایله ده.

هغه همداراز وویل چې که څه هم له کپټانۍ څخه یې استعفا کړې، خو د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به د ملي لوبډلې ترڅنګ پاتې شي او د افغانستان د کرکټ د بریا او پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې ملي لوبډله به د نوي کپټان تر مشرۍ لاندې لا زیاتې بریاوې او لاسته راوړنې ولري.

دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د افغانستان د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال د هند د چنای ښار په لوبغالي کې د خپل نړیوال یو ورځني کرکټ لومړنۍ سلیزه بشپړه کړه. هغه په خپلې ۹۶مې یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۳۱ توپونو په لوبولو سره ۱۰۲ منډې وکړې او د خپل مسلکي ژوند له غوره اننګزونو څخه یې یو وړاندې کړ.

په وروستیو ورځو کې، د شپږیزې کرکټ لیګ کې د بند امیر زون د لوبډلې له ښه فعالیت وروسته، د ملي لوبډلې د کپټان د بدلون په اړه اوازې او ګنګوسې زیاتې شوې وې. خو د دې خبر تر خپرېدو پورې د افغانستان کرکټ بورډ نه د شهیدي د استعفا او نه هم د هغه د ځایناستي په اړه کوم رسمي دریځ اعلان کړی دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان کال د اګست په میاشت کې د پنځو لوبو د یوې لوبلړۍ لپاره له ایرلنډ سره مخامخ شي. تمه کېږي چې د دې سیالیو له پیل مخکې به د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د نوي کپټان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.