د «ازموینو عمومي اداره» چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور سراسري ازموینې د هلکانو د ګډون د پیل خبر ورکړی دی، چې په ۱۵ ولایتونو کې به ترسره شي.
دغې ادارې ویلي چې د ازموینې پروسه نن سهار (پنجشنبه، د غویي ۲۴ مه) په میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان، غور او د بدخشان ولایت په «فیضآباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان» ولسوالیو کې پیل شوې ده.
د طالبانو د «ازموینو عمومي ادارې» ویلي چې په دې ولایتونو کې د کانکور ازموینه سبا هم دوام لري.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو ولایتونو د ګډونوالو بایومتریک معلومات په سې شنبې او چهارشنبې ثبت شوي و.
د طالبانو د «ازموینو عمومي ادارې» د دغو ولایتونو د کانکور ګډونوالو شمېر نه دی څرګند کړی.
سږکال هم د کانکور ازموینه د تېرو کالونو په څېر د نجونو د ګډون پرته ترسره کیږي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








