TOOSnews
اعلان
د طالبانو مشر؛ که څوک د مشر له بيعت پرته مړ شي، د جاهليت په حالت کې مړ شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو مشر؛ که څوک د مشر له بيعت پرته مړ شي، د جاهليت په حالت کې مړ شوی دی.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هبت الله آخوندزاده، د طالبانو مشر، وایي چې پر مسلمانانو د «امیر» اطاعت واجب دی، او که څوک د امیر له بیعت او اطاعته پرته مړ شي، د هغه په وینا، «د جاهلیت په مرګ» مړ شوی دی.

د طالبانو مشر نن چهارشنبه، د غبرګولي ۶مه، د کندهار د عیدګاه جومات کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال وینا وکړه. هغه د «د جاهلیت مرګ» د مفهوم په وضاحت کې وویل چې مقصد یې د اسلام له راتګ مخکې د خلکو مرګ دی؛ هغه وخت چې د ده په وینا خلکو د خدای پر ځای «بندګان» او «بتان» عبادت کول. هبت‌الله اخوندزاده دا ډول مرګ «ډېر بد» وباله.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې د «امیر» اطاعت د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق سبب ګرځي، او ټینګار یې وکړ چې که «حتی یو ساعت هم بې له امیره تېر شي، فتنه او اختلاف به رامنځته شي.»

هبت‌الله اخوندزاده همداراز وویل، که مسلمانان د ځان لپاره امیر وټاکي خو بیا یې اطاعت ونه کړي، نو ترمنځ به یې وحدت او اتفاق رامنځته نه شي. د هغه په خبره، له همدې امله د امیر اطاعت «فرض» دی.

د طالبانو مشر یو ځل بیا ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د «شریعت» او «اسلام» پر بنسټ اداره کېږي، او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د هغه نظام په څېر بل نظام نشته چې طالبان یې د خپلو دیني باورونو مطابق رامنځته کړی دی.

هغه د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د امیر په توګه د هغه او د فرمانونو یې بشپړ اطاعت وکړي، او ټینګار یې وکړ چې د ده حکمونه «شرعي» دي او خلک باید پکې «شک او شبهه» ونه لري.

هبت‌الله اخوندزاده همداراز خبرداری ورکړ چې «بې‌اطاعتي» د «فتنې» سبب ګرځي. هغه د افغانستان تېرو کلونو ته په اشارې وویل چې خلکو تجربه کړې ده چې د ناامنۍ او اختلاف پر مهال «نه څوک د خپل مال مالک و، نه د خپل عزت، او نه د خپلې وینې.»

د طالبانو مشر د خپلې شاوخوا ۵۰ دقیقې وینا په ډېره برخه کې پر اطاعت، یووالي او د هغه څه پر مخنیوي ټینګار وکړ چې دی یې «فتنه» بولي، او د نافرمانۍ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

هبت‌الله اخوندزاده تر دې مخکې هم څو ځله له خلکو غوښتي چې د هغه فرمانونه ومني او له اختلاف او نفاق څخه ځان وساتي.

خو، د هغه له لوري صادر شوي فرمانونه او قوانین د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ځینو مذهبي او ټولنیزو ډلو، پر شخصي او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو مشر د دغو فرمانونو د صادرولو له امله د «بشریت ضد جنایت» له تورونو سره مخ شوی، او نړیواله جزایي محکمې هم د هغه د نیولو حکم صادر کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.