TOOSnews
اعلان
د بشري حقونو څار: په سعودي عربستان کې پنځه ایتیوپیايي کډوال اعدام شول.
نړۍټوس نیوز

د بشري حقونو څار: په سعودي عربستان کې پنځه ایتیوپیايي کډوال اعدام شول.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د سعودي عربستان چارواکو روانه اوونۍ پنځه ایتیوپیايي کډوال د نشه‌يي توکو اړوندو تورونو په تړاو اعدام کړي دي. د دې سازمان په وینا، لسګونه نور کسان هم د ورته تورونو له امله د اعدام د حکم له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۳۰مه، په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې دا اعدامونه د عادلانه قضايي بهیر له مراعات پرته ترسره شوي او لږ تر لږه ۷۹ نور کسان هم د ورته تورونو له امله د اعدام د حکم د عملي کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز ویلي، د اروپايي ـ سعودي د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۷مې پورې، په سعودي عربستان کې لږ تر لږه ۱۱۶ کسان اعدام شوي دي. د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۷ ایتیوپیايي وګړي هم د نشه‌يي توکو اړوندو تورونو په تړاو په سعودي عربستان کې اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اعدام د سزا پر کارونې نیوکه کړې او یو ځل بیا یې د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو د دې راپور په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.