TOOSnews
اعلان
خوست كې د جهادي اثارو موزيم لپاره ۱۵ جريبه ځمكه ځانګړې شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

خوست كې د جهادي اثارو موزيم لپاره ۱۵ جريبه ځمكه ځانګړې شوه.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په خوست ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت د عمومي موزیم او د جهادي اثارو د ساتنې لپاره ۱۵ جریبه ځمکه د «بیرغ تپه» په سیمه کې تثبیت شوې ده.

د یاد ریاست په وینا، له دې مجموعي ځمکې څخه ۱۰ جریبه د خوست د عمومي موزیم لپاره او ۵ جریبه یې د جهادي اثارو د ساتنې موزیم ته ځانګړې شوې ده.

مسوولان زیاتوي چې اوس مهال د خوست عمومي موزیم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ودانۍ کې فعالیت کوي، خو د نوې او معیاري ودانۍ له جوړېدو سره به د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې او نندارې لپاره پراخ او مناسب امکانات برابر شي.

همدارنګه د طالبانو د معلوماتو له مخې، د «جهادي اثارو» لپاره ځانګړی موزیم به د جهاد دورې اړوند توکي په منظم او معیاري ډول خوندي او نندارې ته وړاندې کړي.

دغه ځمکه د اطلاعاتو او کلتور، کرنې او مالدارۍ او ښاروالۍ ریاستونو د ګډ پلاوي له لوري تثبیت شوې ده، چې پکې د ځمکې حدود، موقعیت او د موزیمونو د جوړولو تخنیکي اړخونه ارزول شوي دي.

مسوولان وايي، په راتلونکو پړاوونو کې به د ځمکې تفصیلي نقشه (کروکي) هم چمتو شي او وروسته به د دواړو موزیمونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.