TOOSnews
اعلان
كوېټه كې پر یوې ښځینه ډاكټرې تېزاب شيندل شوي.
نړۍټوس نیوز

كوېټه كې پر یوې ښځینه ډاكټرې تېزاب شيندل شوي.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې، ماه نور ناصر، د تېزابو برید شوی چې له امله یې نوموړې ټپي شوې ده. د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژنده کس پرې تېزاب وشیندل او له سیمې وتښتېد.

پاکستاني پولیسو ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې د برید له یوه همکار سره مخامخ نښته کړې چې په پایله کې هغه د ډزو پر مهال وژل شوی، خو اصلي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی. امنیتي ادارو د پېښې د بشپړې څېړنې او د تښتېدلي کس د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د تېزابو بریدونه په سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د اندېښنې وړ موضوع ګڼل کېږي. د بشري حقونو فعالان وایي، دا ډول بریدونه د ښځو د وېرولو او له ټولنیزو او مسلکي فعالیتونو د هغوی د منع کولو یوه خطرناکه وسیله بلل کېږي.

د یادې پېښې په تړاو د ښځو د حقونو ملاتړو د سخت غبرګون ترڅنګ له چارواکو غوښتي چې عاملین دې ژر تر ژره عدالت ته وسپاري او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.