TOOSnews
اعلان
سپاه پاسداران: د هرې تېروتنې ځواب به سخت او دنه باور وړ وي.
نړۍټوس نیوز

سپاه پاسداران: د هرې تېروتنې ځواب به سخت او دنه باور وړ وي.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني ویلي، که د ایران دښمنان بیا «تېروتنه» وکړي، د تهران ځواب به ډېر سخت، غوڅ او د نه باور وړ وي.

هغه ټینګار کړی چې ایران پر هرمز تنګي بشپړ واک لري او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له پنځو پېړیو وروسته داسې دریځ ته رسېدلی چې د ایران د خلکو مسلم حق ګڼل کېږي.

جواني ویلي، د ایران مخالفین اوس له دوو انتخابونو سره مخ دي؛ «بده لاره او بدتره لاره».

بل لور ته، د ایران دولتي راډیو ټلوېزیون (صدا او سیما) د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي تفاهم په اړه د «غیر رسمي جزییاتو» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې، امریکا ژمنه کړې چې د ۶۰ ورځو په موده کې به ایران ته د ۱۲ میلیارده ډالرو شتمنیو د لاسرسي زمینه برابره کړي، څو دغه مالي سرچینې په ټاکل شویو بانکونو کې پرته له محدودیت څخه ولېږدول او وکارول شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د یاد تفاهم له مخې به ایران د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو د ماهیت د تشخیص یوازینۍ مرجع وي او هغه بېړۍ چې بار یې ګواښ بلل کېږي یا یې وروستی ګټه اخیستونکی له ایران سره په دښمنۍ کې وي، د سوداګریزو بېړیو په توګه به ونه پېژندل شي.

صدا او سیما ټینګار کړی چې دغه جزییات لا هم د یوه غیر رسمي تفاهم برخه ده او تراوسه د ارزونې، خبرو اترو او بیاکتنې په پړاو کې قرار لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.