اسرائیلي رسنیو د دوشنبې په ورځ، د مې په ۲۵مه، د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه د دغه هېواد د چارواکو اندېښنې خپرې کړې او ویې ویل چې د دواړو لورو د خبرو اترو په بهیر کې د اسرائیل ګټې په بشپړه توګه نه دي په پام کې نیول شوې.
هاارتص ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسرائیل دفاعي چارواکو د دغه هېواد له سیاسي مشرانو غوښتي څو د خبرو اترو پر بهیر او د احتمالي تړون پر محتوا اغېز وکړي، ترڅو داسې مادې پکې شاملې نه شي چې په لبنان کې د شخړو پر دوام اغېز ولري.
دې ورځپاڼې د اسرائیل د پوځ د سرچینو له قوله لیکلي چې امنیتي چارواکي دا اندېښنه هم لري چې د واشنګټن او تهران ترمنځ احتمالي هوکړه ښايي د غزې تړانګې په اړه داسې تفاهماتو ته لار هواره کړي چې د اسرائیل له امنیتي دریځونو او لیدلورو سره سمون ونه لري.
په همدې حال کې، د اسرائیل ښی پاله تلویزیوني شبکې «۱۴کانال» د امریکا او ایران ترمنځ پر هغه څه تمرکز کړی چې دوی یې «پټې خبرې اترې» بولي، او ویلي یې دي چې د دواړو خواوو ترمنځ تبادله شوي پیغامونه د تهران د اصلي موخو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
دې شبکې راپور ورکړی چې ځینې اسرائیلي شنونکي باور لري ایران ښايي د رښتینو امتیازونو د ورکولو پر ځای هڅه وکړي چې د اقتصادي فشارونو او روانو بندیزونو تر سیوري لاندې ډېر وخت ترلاسه کړي.
د اسرائیلي رسنیو دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو د بهیر په اړه روښانه او رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، او د دواړو لورو چارواکو هم د دغو خبرو په اړه محدودې څرګندونې کړې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








