د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په وینا، هغه د جمعې په ورځ د چنګاښ ۱۲ مه نېټه، په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني رهبر علي خامنهای د جنازې د مراسمو په څنډه کې د طالبانو د وزیرانو د شورا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره وکتل او خبرې یې وکړې. تر اوسه پورې دواړو لورو د دې لیدنې د بحثونو یا اجنډا په اړه هېڅ جزئیات نه دي خپاره کړي.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د دې لیدنې انځورونه خپاره کړي او د هغې ترسره کېدل یې تایید کړي، خو د خبرو د محتوا یا مطرح شویو موضوعاتو په اړه یې کوم وضاحت نه دی ورکړی.
عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تهران ته د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني رهبر د درناوي په مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کړی او په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
امیرخان متقي هم د دې لیدنې څخه یوه ورځ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او د دواړو لورو د ګډو علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي دي، خو د دغو خبرو جزئیات هم په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.
په ورته وخت کې، په تهران کې د طالبانو د هیئت د حضور ترڅنګ، یو شمېر د طالبانو مخالفې څېرې، لکه احمد مسعود او محمد محقق، هم د ایران په پلازمېنه کې موجود دي.
سره له دې چې د طالبانو د چارواکو او د مخالفو جریانونو د مشرانو هممهاله شتون په تهران کې لیدل کېږي، تر اوسه پورې د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمې لیدنې یا خبرو اترو د امکان په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
لیکواله:سلیمه آریایی








