سرچینو په کونړ کې ویلي چې د هغه تنکي ځوان جسد، چې د دې ولایت د مرکز اسعدآباد ښار څخه ورک شوی و، په ننګرهار ولایت کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه تنکی ځوان د تېرې پنجشنبې په ورځ ورک شوی و او جسد یې دوشنبې، د زمري ۵مه، د ننګرهار ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ د «ویالي ۲۵» سیمې څخه ترلاسه شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه تنکي ځوان نوم «نصرت» و او پر جسد یې د چاقو د ګوزارونو نښې لیدل کېږي.
د نصرت د وژنې انګېزه او عاملین تر اوسه نه دي معلوم.
په کونړ او ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د مرموزو وژنو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د دغو ډېری وژنو عاملین ناپېژندل شوي وسلوال بلل کېږي، او طالبان ډېر کم د هغوی د پېژندلو او سزا ورکولو په اړه معلومات ورکوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








