TOOSnews
اعلان
تازه څېړنه؛ د نړۍ د ژبو شمېر له لسګونه زرو څخه شاوخوا ۷۵۰۰ ژبو ته راټیټ شوی دی.
کلتور او هنرټوس نیوز

تازه څېړنه؛ د نړۍ د ژبو شمېر له لسګونه زرو څخه شاوخوا ۷۵۰۰ ژبو ته راټیټ شوی دی.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نوې څېړنې ښودلې چې د نړۍ ژبنیزه تنوع د تاریخ په اوږدو کې په څرګند ډول کم شوی او اوس د نړۍ نږدې نیمایي ژوندۍ ژبې د ورکېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. د دې څېړنې له مخې، ښايي د میلاد له مخه په لومړۍ زریزې کې د نړۍ د ژبو شمېر د ۳۰ زرو او له ۷۵ زرو څخه د ډېرو ژبو ترمنځ و، خو نن ورځ د ژوندیو ژبو شمېر شاوخوا ۷۵۰۰ اټکل کېږي.

دغه څېړنه، چې پایلې یې د ساینس په علمي مجله کې خپرې شوي، د امریکا او هسپانیا د څېړونکو له خوا ترسره شوې ده. څېړونکو د ریاضيکي ماډلونو او د انسان‌پېژندنې، ژبپوهنې او نفوس‌پېژندنې د معلوماتو په کارولو سره، د وروستي یخنۍ دورې له پای څخه تر نن ورځې پورې د ۱۲ زره کلونو په موده کې د نړۍ د ژبني تنوع بدلونونه ارزولي دي.

د څېړنې موندنې ښيي چې ښايي د نړۍ ژبنیزه تنوع د میلاد له مخه د لومړۍ زریزې او د میلاد د لومړۍ زریزې ترمنځ خپل اوج ته رسېدلی و او انسانانو په هغه وخت کې په لسګونه زره بېلابېلو ژبو خبرې کولې. خو له هغې وروسته د ژبو شمېر په تدریجي ډول کم شو او دا بهیر د پېړیو په اوږدو کې دوام وموند.

څېړونکي د لرغونو سترو امپراتوریو پراختیا او ورپسې په وروستیو څو پېړیو کې اروپايي استعمار د نړۍ د ژبنۍ تنوع د کمېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼي. د دوی په باور، د سیاسي او فرهنګي ځواک تمرکز د دې لامل شو چې ګڼې سیمه‌ییزې ژبې ورو ورو د پراخو او ځواکمنو ژبو ځای ته پرېږدي.

د ییل پوهنتون د ژبپوهنې او انسان‌پېژندنې استادې او د دې څېړنې له مشرانو څخه کلېر باورن وویل، ژبې د بشري ټولنو لپاره ژور ارزښت لري، ځکه چې د پوهې، تاریخي حافظې، هویت او فرهنګي اړیکو لېږدوونکې دي. هغې ټینګار وکړ چې ژبې د څېړونکو لپاره هم د انسانانو د تاریخ، ژوندانه او د فکر کولو د څرنګوالي د پېژندلو مهمه سرچینه ده.

د باورن په وینا، ژبې کولی شي د خلکو د استوګنې ځای، خوړو، ټولنیزو اړیکو او د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هغوی د پام وړ موضوعاتو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کړي. هغې ژبه «د انسان ذهن ته یوه کړکۍ» وبلله او ویې ویل چې د ژبو ساتنه د تېر تاریخ او کلتوري تنوع د درک لپاره اړینه ده.

د تاریخ په اوږدو کې ګڼې ژبنۍ کورنۍ رامنځته شوي او وروسته لیکدود هم پیدا شو. د لیک تر ټولو لرغونې پېژندل شوې بېلګې د میلاد له مخه څلورمې زریزې ته ورګرځي، چې د مېسوپوټامیا د سومریانو مېخي لیک پکې شامل دی. له هغه وروسته په مصر، چین او منځنۍ امریکا کې هم د لیک خپلواک نظامونه رامنځته شول.

دامیان بلازي، چې د دې څېړنې اصلي لیکوال او د ادراکي علومو او تکاملي انسان‌پېژندنې څېړونکي ویلي چې ډېری خلک نن ورځ د زرګونو کلونو مخکې د نړۍ د کلتوري او ژبنۍ تنوع د پراخوالي روښانه انځور نه لري. د هغه په وینا، انسانان څو زره کاله مخکې په داسې نړۍ کې ژوند کاوه چې ژبنیزه تنوع یې د نن ورځې په پرتله خورا زیاته وه.

څېړونکو د هولوسین دورې په پیل کې د نړۍ د ژبو د شمېر د اټکل لپاره په افریقا، سویلي امریکا او سوېل ختیځې اسیا کې د ۱۷۱ ښکارکوونکو او راټولوونکو ټولنو معلومات وڅېړل. وروسته یې د قومي او ژبنیو ډلو د اندازې او د نړۍ د اټکلي نفوس د پرتله کولو له لارې د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د ژبو شمېر اټکل کړ.

د باورن په وینا، موجود تاریخي اسناد د لرغونو زمانو د ژبو د دقیق شمېر د ټاکلو لپاره بسنه نه کوي. له همدې امله څېړونکو د ژبو او بشري ټولنو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ داسې ماډل جوړ کړ چې د تاریخ په اوږدو کې د ژبنۍ تنوع د بدلونونو بهیر انځوروي.

د دې څېړنې له مخې، شاوخوا ۱۲ زره کاله مخکې انسانان په کوچنیو او بېلابېلو ډلو کې ژوند کاوه او لا کرنه، ښاري ژوند او پېچلي تمدنونه نه وو رامنځته شوي. په هغه وخت کې ښايي خلک په شاوخوا ۴۵۰۰ تر ۶۲۰۰ ژبو خبرې کولې، خو د نفوس له زیاتېدو او د کرنې له پراختیا سره د ژبو شمېر هم په څرګند ډول ډېر شو.

څېړونکي باور لري چې د مېشتو ټولنو رامنځته کېدو د سیمه‌ییزو ژبو د پیدا کېدو او پراختیا لپاره مناسب فرصت برابر کړ. د نفوس زیاتوالي او د دایمي استوګنځایونو پراختیا دې ته زمینه برابره کړه چې لا ډېرې بشري ډلې خپلې خپلواکې ژبې وساتي او وده ورکړي.

د تاریخ په اوږدو کې ګڼې ژبې د بېلابېلو لاملونو له امله ورکې شوي دي. د سومري، اکدي، هیتي او اتروسکي په څېر ژبې نور اصلي ویونکي نه لري، او د لرغوني مصر او چین ځینې ژبې او همدارنګه د افریقا یو شمېر ژبې هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

د څېړونکو په وینا، یوه ژبه هغه مهال له منځه ځي چې یا یې ویونکي ورک شي او یا یې خلک د بلې ژبې په ګټه پرېږدي. په ځینو مواردو کې بیا پخوانۍ ژبې ورو ورو په نویو ژبو بدلې شوي دي. د بېلګې په توګه، لاتیني ژبه د لوېدیځ روم امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته په فرانسوي، ایټالوي او هسپانوي ژبو بدله شوه.

دغه څېړنه د ژبني تنوع په کمېدو کې د استعماري سیاستونو رول ته هم اشاره کوي. په ډېرو سیمو کې استعماري قدرتونو د ځایي ژبو کارول محدود یا منع کړل او خپلې ژبې یې پرې ځایناستې کړي، چې دا کار د ګڼو سیمه‌ییزو ژبو د کمزوري کېدو او یا بشپړ ورکېدو سبب شو.

کلېر باورن په پای کې خبرداری ورکړ چې اوس مهال د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي یوازې د نړۍ په ۱۰ سلنه ژبو خبرې کوي. له همدې امله، د نړۍ ډېرې ژوندۍ ژبې ډېر لږ ویونکي لري او د ورکېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.